د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس د روغتیايي چارو ارزونې او څېړنې په موخه بغلان ولایت ته سفر ترسره کړ

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۶:۷
MOPH

د دغه سفر په ترڅ کې د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني د بغلان له والي، مولوي عبدالرحمن سره لیدنه وکړه، د سفر موخه یې ورسره شریکه او د یاد ولایت پر عامه روغتیايي چارو یې بحث او خبرې ترسره کړې.

د بغلان والي، نوموړي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ په دغه ولایت کې د روغتیايي چارو څخه پر څېړنې او ارزونې خوښي څرګنده او په دې برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د تفتیش رئیس دغه راز، د مل تخنیکي ټیم سره په ګډه، چې د بغلان عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالقهار یې ملتیا کوله د ۲۰۰ بستریز ولایتي، روږدو ناروغانو درملنې او بغلان ولسوالۍ مرکزي روغتونونو له خدمتونو څخه په داسې حال کې چې د یادو روغتونونو مسؤلینو او روغتیايي کارکوونکو توضیحات ورکول لیدنه او دقیقه څېړنه ترسره او روغتیايي کارکوونکي یې خپلو مسؤلیتونو ته لا متوجه کړل.

د یادونې وړ ده، چې د داخلي تفتیش رئیس د مل ټیم سره په ګډه د کتلوي معافیت له امریت څخه هم لیدنه وکړه او کارکوونکو ته یې سپارښتنې وکړې؛ ترڅو خپلو مسؤلیتونو ته لا زیاته پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS