د عامې روغتیا وزارت د بهرني جراحانو له ټیم سره د سوځېدلو ناروغانو د درملنې په موخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۱
MOPH

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د جراحانو له یو شپږ کسیز ټیم سره چې له هند او جرمني څخه افغانستان ته راغلي لیدنه تر سره کړه:

د پلاسټیک جراحۍ دا ټیم د هغه سوځېدلو ناروغانو درملنه کوي، چې په کابل کې د استقلال روغتون ته مراجعه کوي.

د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني هېواد ته د پلاسټیک جراحانو ټیم د راتګ هرکلی وکړ او د استقلال ملي او تخصصي روغتون مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د سوځېدلو ناروغانو د درملنې لپاره دې ټیم ته ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.

سربېره پردې، ښاغلي مرستیال د استقلال روغتون له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه، د روغتیايي کارکوونکو ستونزې یې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ، تر څو اړمنو کسانو ته لازم روغتیايي خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۱۹
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون لومړی فصل، اوولسمه ماده پنځلسمه فقره

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون لومړی فصل، اوولسمه ماده پنځلسمه فقره:

وارداتي شرکتونه مکلف دي چې خوراکي توکي، درمل او روغتیايي محصولات په معیاري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتیا سکتور د نوښتونو د بیاکتنې ملي بورډ غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې د یاد وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل، د اقتصاد او تمویل رئیس دوکتور میرویس احمدزي، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ننګرهار او پروان ولایتونو د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه له PUAMI مؤسسې سره تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ننګرهار او پروان ولایتونو اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له Premiere Urgence Aid Medical International- PUAMI مؤسسې سره د (. . .

BACK TO NEWS