د عامې روغتیا وزارت اړوند د خوړو او درملو معینیت له لوري د ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو او کارکوونکو لپاره د خوړو او درملو چارو د تنظیم د نویو لارښودنو په اړه د پوهاوي دوه ورځنی ورکشاپ پرانیستل شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۳۰ - ۱۰:۵۰
moph

په همدې موخه جوړ شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد، د عامې روغتیا وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو د خوړو او درملو معینیت بېلابېلو برخو مسؤلینو او ولایتي رئیسانو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د خوړو او درملو معینیت له لوري جوړ شوی نوی لارښود د خوړو او درملو برخې د کیفیت او خدمتونو معیاري کېدو لپاره اړین وباله او د یاد لارښود د ښه تطبیق اړوند سپارښتنې یې وکړې.

همدارنګه، ښاغلي وزیر روغتیايي خدمتونو کې پر شفافیت او د ستونزو حل په موخه په ګډې همغږۍ ټینګار وکړ.

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د دغه ورکشاپ موخه د خوړو او درملو په برخه کې د شته ستونزو  حل وباله او هېواد ته د بې کیفیته خوړو او درملو د وارېدولو پر مخنیوي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د دیاد لارښود په تطبیق سره به د خوړو او درملو برخه کې شته نیمګړتیاوې حل او د معیاري خدمتونو وړاندې کولو کې به ځانګړی رول ترسره شي.

یاد ورکشاپ کې د خوړو او درملو برخه کې د عامې روغتیا وزارت له لوري جوړ شوی طرزالعمل تشریح او د روغتونونو او درملتونو د فعالیتونو څرنګوالي په اړه هر اړخیز معلومات په پریزنټیشنونو کې وړاندې شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS