د عامې روغتیا وزارت او همکارو ادارو له‌خوا په هرات کې د نري رنځ د کنټرول خدمتونه وڅارل شول

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۵:۱۸
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د نري رنځ د کنټرول ملي پروګرام مسؤلینو د AADA دفتر، روغتیا نړیوال سازمان او د هرات د نري رنځ پر وړاندې د مبارزې او کنټرول مدیریت له استازو سره په ګډه د هرات سیمه ییز روغتون سربېره له یو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره کړ

د دې نظارت په ترڅ کې د هرات سیمه ییز روغتون د توبرکلوز څانګې، حوزوي ریفرینس لابراتوار، د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د ځانګړو شویو شپږ روغتیايي مرکزونو او د ګذرې ولسوالۍ روغتون له خدمتونو څخه لیدنه وشوه، ستونزې یې په نښه او د حل په موخه له اړوندو مسؤلینو سره شریکې شوې.

همداراز، د روغتیايي مرکزونو مسؤلینو ته سپارښتنې وشوې، چې بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې او د شته ستونزو حل برخه کې لازم اقدامات تر سره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په هڅو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ، د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۸
Background image

د ۲۰ تنو روغتیايي کارکوونکو لپاره د اساسي بېړنۍ پاملرنې پنځه ورځنۍ روزنه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیا برخې ۲۰ تنو مسلکي کارکوونکو ته د اساسي بېړنۍ پاملرنې «Basic Emergency Care (BEC)» پنځه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه

دغه روزنيز. . .

BACK TO NEWS