د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د هېواد د ۱۶ ولايتونو له قومي مخورو سره ليدنه وکړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۸:۳۴
moph

په دې ليدنه کې د بېلابېلو ولايتونو قومي مخورو د خپلو سيمو د روغتيايي اړتياوو او غوښتنو په اړه خبرې تر سره او د عامې روغتيا وزارت له رهبرۍ يې وغوښتل، چې لرې پرتو سيمو ته دې د روغتيايي خدمتونو رسولو لپاره ځانګړې پاملرنه وشي؛ څو د هېواد ټول وګړي وکولای شي په اسانه توګه خدماتو ته لاسرسی ولري.

د عامې روغتيا وزير ولس ته د باکيفيته روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو ډاډ څرګند او ويې ويل: د اسلامي امارت مشرتابه او عامې روغتيا وزارت ژمن دي، چې د هېواد ټولو وګړو ته معیاري او عادلانه روغتيايي خدمتونه ورسوي.

 ښاغلي وزير زياته کړه، د روغتيايي خدمتونو د پراختيا په موخه د هېواد په ۳۱۸ ولسواليو کې د عمومي روغتونونو د جوړېدو لړۍ پيل شوې، چې له بشپړېدو سره به يې زرګونه هېوادوال روغتيايي خدمتونو ته اسانه لاسرسی ومومي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۸:۳۷
Background image

تدارکاتي خبرتیاوې!

د عامې روغتیا وزارت ټولې تدارکاتي خبرتیاوې د دې QR کوډ په سکن کولو سره کتلای شئ او په اړه یې تازه معلومات ترلاسه کولای شئ.

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۸:۳۴
Background image

د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د هېواد د ۱۶ ولايتونو له قومي مخورو سره ليدنه وکړه

په دې ليدنه کې د بېلابېلو ولايتونو قومي مخورو د خپلو سيمو د روغتيايي اړتياوو او غوښتنو په اړه خبرې تر سره او د عامې روغتيا وزارت له رهبرۍ يې وغوښتل، چې لرې پرتو سيمو ته دې د روغتيايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار حوزوي وینې بانک ته د ۲.۲ میلیونه افغانیو طبي توکي ولېږل شول

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ننګرهار حوزوي وینې بانک ته د ۲.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت اړین طبي توکي او لابراتواري مواد ولېږل شول

یاد توکي او مواد د یو شمېر مسؤلینو په شتون کې د درملو. . .

BACK TO NEWS