د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د يو شمېر لوړپوړو مسؤلینو او روغتیايي ټيمونو سره په ګډه د کونړ ولایت له زلزله ځپلو سيمو څخه لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۵۳
MOPH

په دې لیدنه کې د عامې روغتيا وزير، د زلزله ځپلو کورنيو سره له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې يې واورېدې او ډاډ يې ورکړ، چې روغتیا وزارت او د پېښې اړوند ادارې به د ټولو امکاناتو څخه په ګټه اخیستنې سره د خلکو د درملنې، عاجلو روغتيايي خدمتونو او ضروري اسانتیاوو برابرولو برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د دې سفر په ترڅ کې د بېړنيو مرستندويه ټيمونو د فعاليت څرنګوالی هم وارزول شو او اړوند مسئولينو ته لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر لا چټک او اغېزمن کړي.

د عامې روغتيا وزارت ډاډ ورکوي، چې له نورو اړوندو دولتي ادارو او مرسته کوونکو سازمانونو سره په ګډه به د زلزله ځپلو خلکو د ژوند ژغورنې او ستونزو د حل لپاره بېړنۍ او دوامدارې هڅې جاري ساتي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د کانګو ناروغۍ په اړه د ۳۴ ولایتونو روغتیايي کارکوونکو ته دوه ورځنی ښوونیز پروګرام ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست اړوند د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د هېواد د ۳۴ ولایتونو د ولایتي روغتونونو مسلکي کارکوونکو ته د کانګو (CCHF) ناروغۍ په اړه دوه ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۰
Background image

تخار عامې روغتیا ریاست د لوی اختر را رسېدو په مناسبت د کانګو ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې کمپاین پیل کړ

د یاد کمپاین پر مهال مسؤلین له مالدارانو او قصابانو څخه وغوښتل، چې د کانګو ناروغي جدي وګڼي او د خپل ځان او ټولنې د خوندیتوب لپاره د حفظ الصحې اصول او روغتیايي لارښوونې په جدي ډول مراعت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۲:۸
Background image

په بامیان، فراه، بادغیس او کونړ ولایتونو کې د کانګو ناروغۍ خپرېدو مخنیوي په موخه د وقایې او عامه پوهاوي کمپاین پیل شو

دغه کمپاین د روغتیايي ټیمونو او اړوندو کارکوونکو په همکارۍ پیل شوی، چې ترڅ کې يې قصابانو، مالدارانو او نورو عامو هېوادوالو ته د کانګو ناروغۍ د خطرونو، لېږد لارو او مخنیوي په اړه عامه. . .

BACK TO NEWS