د عامې روغتيا وزارت له لوري د افغانستان المپيک، بدني روزنې او ورزش لوی رياست سره په ګډه د شکر ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول په موخه د عامه پوهاوي غونډه تر سره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۸:۵۶
moph

په دې غونډه کې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت يو شمېر مرکزي رئيسانو او متخصصینو، د المپيک، بدني روزنې او ورزش مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدران، د بېلا بېلو برخو ورزشکارانو او د رسنيو استازو ګډون کړی و.

د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بدني ورزش او فزيکي فعاليت د روغتيا ساتنې، شکرې او نورو مزمنو ناروغيو د مخنيوي او سالم ژوند لپاره مهم وباله او ويې ويل: (زموږ د هېواد ځوانان او ورزشکاران د ټولنې لپاره يوه ښه بېلګه ده، هغوی هره ورځ خلکو ته دا ښیې چې منظم فزيکي فعاليت او سالم ژوند د ځواک او خوښۍ نښې دي).

همداراز، ښاغلي مرستيال زياته کړه، د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو معینیت د ا.ا.ا د پراخې تګلارې سره سم د ورزشي، تعليمي، رسنيزو بنسټونو او د ټولنې د ديني علماوو سره په ګډه د پوهاوي ملي کمپاينونه پراخوي؛ تر څو د سالم ژوند پيغام کور په کور ورسول شي.

دغه راز، د عامې روغتيا وزارت د وقايوي طب لوی رئيس، ډاکټر حیدر خان حیدر د شکر ناروغۍ د مخنیوي، د خطر عواملو او تشخیص په اړه مهمې لارښوونې وړاندې کړې، دا غونډه یې د يوې سالمې، فعاله او له ناروغيو څخه د خوندي ټولنې لپاره يو مهم ګام وباله او د خلکو د پوهاوي لوړولو پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

بل لور، د المپيک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست مسلکي مرستیال، حافظ احمد جان ځدران د ورزش او سالم ژوند پر اهمیت وینا تر سره او د عامې روغتيا وزارت سره یې د دې ډول پروګرامونو په ترسره کولو کې د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

دغه راز،  د عامې روغتيا وزارت يو شمېر متخصصینو هم د شکر ناروغۍ د نښو، مخنیوي، درملنې او سالم ژوند د طرزالعمل په اړه هر اړخیزې ویناوې وکړې او ګډونوالو ته یې لازمې سپارښتنې ترسره کړې.

د‌ غونډې په پای کې د بېلابېلو برخو ورزشکارانو د المپيک ملي کمېټې په همکارۍ د ورزش اړوند نمايشونه ترسره کړل؛ تر څو ځوانان ورزش ته وهڅول شي، خلکو ته د فزیکي فعالیت ارزښت روښانه او د شکرې په څېر د مزمنو ناروغیو مخنیوي برخه کې د ورزش اهمیت په څرګند ډول بیان شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۵:۳۳
Background image

د مرکزي زون ولایتونو له نوماندانو څخه د هېواد د درملتونونو د بیا ثبت پروژې په موخه د ازادې سيالۍ له لارې ازموينه واخیستل شوه

د هېواد د درملتونونو د بیا ثبت پروژې اړوند د ازادې سيالۍ ازموينه، د کابل، کاپیسا، پروان، پنجشیر او میدان وردګو ولایتونو له ۴۴۳ تنو نوماندانو څخه د خوړو او درملو معینیت په تالار کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۵:۳۰
Background image

د رواني روغتيا ملي او تحصصي روغتون د ارقامو د کیفیت څارنه ترسره شوه

د څارنې، ارزونې او روغتیايي معلوماتو لوی ریاست د روغتیايي معلوماتو د مدیریت سیسټم (HMIS) د تخنیکي ټیم له لوري په کابل کې د ملي او تخصصي روغتونونو د ارقامو د کیفیت ډاډ ترلاسه کولو په. . .

BACK TO NEWS