د عامې روغتيا وزارت له لوري افغان حاجیانو ته د روغتیایي لارښوونو په موخه ځانګړي معلوماتي بروشرونه ووېشل شول

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۶:۱۸
MOPH

د عامې روغتیا وزارت له لوري د حج موسم له رارسېدو سره هم‌ مهاله، افغان حاجیانو ته د روغتیا خوندیتوب په موخه ځانګړي معلوماتي بروشرونه ووېشل شول، چې د حج پر مهال د ناروغیو د مخنیوي، د ګرمې هوا د اغېزو، د مناسکو پر وخت د فزیکي خونديتوب او د وبایي ناروغیو د پېژندنې او وقایې په اړه مهم معلومات په کې شامل دي.

دغه راز په یادو ځانګړو بروشرونو کې له افغان حاجیانو څخه غوښتل شوي، چې ورکړل شوو لارښوونو ته جدي پاملرنه وکړي؛ ترڅو د حج د مناسکو پر مهال له روغتیایي ستونزو سره مخ نه شي.

د یادونې وړ ده، چې دغه ځانګړي روغتیایي بروشرونه به هر یو حاجي ته یو یو ورکړل شي تر څو د حج په مراسمو کې له روغتیایي ستونزو سره مخ نه شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۴۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او ۲۱ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل: دغه پروسه په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۲۲
Background image

د کابل په ۶مه ناحیه کې ۹روغتیایي مرکزونه د خپل سري فعالیت او روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست اړوند د روغتیایي تاسیساتو د پلټنې ریاست مسؤلینو له لوري د کابل ولایت په ۶مه ناحیه کې له یو شمېر روغتیایي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو، چې. . .

BACK TO NEWS