د سمنګان ولایتي روغتون عاجل څانګې ته ۲۶ قلمه اړین درمل وسپارل شول

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۳۴
moph

دا مرسته په سمنګان ولایت کې د کاناډا اسلامي رفاه دفتر له لوري وشوه، چې ارزښت یې له یو نیم میلیون افغانیو څخه زیات دی او د یاد ولایت عامې روغتیا ریاست مسؤلینو ته وسپارل شوه.

یاد درمل د سمنګان عامې روغتیا رئیس مولوي لطف‌ الله حبیبي، په شتون کې د ولایتي روغتون امریت ته وسپارل شول؛ ترڅو د اړتیا له مخې د عاجل څانګې په برخه کې ترې ګټه واخیستل شي.

د سمنګان عامې روغتیا رئیس د یاد خیریه بنسټ له دوامدارو همکاریو څخه مننه وکړه او دا اقدام یې د روغتیايي خدمتونو، په ځانګړې توګه د عاجل څانګې د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام وباله او د دغو درملو پر شفاف او اغېزمن مصرف یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS