د سرطان ناروغۍ د کنټرول ملي پروګرام د خدمتونو ښه والي په موخه ناسته تر سره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۲:۳۵
MOPH

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او د روغتیا نړیوال سازمان استازو ګډون کړی و، چې دواړو لورو د سرطان ناروغۍ د کنټرول ملي پروګرام د خدمتونو ښه والي او لا ډېرې همغږۍ په اړه بحث او خبرې ترسره کړې.

یاده ناسته کې د روغتیا نړیوال سازمان د غیر ساري ناروغیو، روږدو درملنې او روانې روغتیا برخې مسؤل، ډاکټر دلارا منوال د سرطان ناروغۍ د کنټرول ملي پروګرام د خدمتونو ښه والي او همکارۍ په موخه یو پرزینټېشن وړاندې او ګډونوالو ته یو شمېر معیارونه او وړاندیزونه تشریح کړل؛ څو دا پروګرام وکولای شي خپل خدمات د نړیوالو معیارونو سره سم برابر کړي.

د روغتیایي خدمتونو ښاغلي مرستیال، د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د مننې ترڅنګ، ژمنه وکړه چې اړوندو ادارو ته به لازمې لارښوونې وکړي؛ تر څو هغه مهم ټکي چې په پرزینټېشن کې تشریح شوي، په پام کې ونیسي او په سرطان اخته ناروغانو ته اړین روغتیایي خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۲:۸
Background image

په بامیان، فراه، بادغیس او کونړ ولایتونو کې د کانګو ناروغۍ خپرېدو مخنیوي په موخه د وقایې او عامه پوهاوي کمپاین پیل شو

دغه کمپاین د روغتیايي ټیمونو او اړوندو کارکوونکو په همکارۍ پیل شوی، چې ترڅ کې يې قصابانو، مالدارانو او نورو عامو هېوادوالو ته د کانګو ناروغۍ د خطرونو، لېږد لارو او مخنیوي په اړه عامه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۲:۳
Background image

د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې نوی بشپړ روغتیايي مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار اړوند د احمدشاهي مېنې نوی بشپړ روغتیايي مرکز د ۲۴ میلیونه او ۸۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د یاد روغتیايي مرکز پرانیستې مراسمو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۱:۵۹
Background image

د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ اړوند د یخچال سیمې نوی بشپړ روغتیايي مرکز د ۲۵ میلیونه او ۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د یاد روغتیايي مرکز پرانیستې مراسمو کې چې د هلمند والي مولوي امان‌ الدین منصور، د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نقیب الله فاتح او یو شمېر نورو مسؤلینو شتون درلود، د عامې روغتیا رئیس وویل: د. . .

BACK TO NEWS