د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ په ګزک سیمه کې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو ډبره کېښودل شوه
د یاد روغتیايي مرکز د بنسټ ډبره د زابل مرستیال والي، الحاج ملا فیضالله تمیم له لوري د عامې روغتیا رئیس ډاکټر میرویس افغان، د شاجوی ولسوال خالد اخندزاده او یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې کښودل شوه.
دغه روغتیايي مرکز د عامې روغتیا وزارت له بودجې جوړېږي، چې په بشپړېدو سره به یې د سیمې اوسېدونکو ته د معياري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره شي.
