د روږدو درملنې ملي برنامې له لوري د نشه یي توکو کارونې مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۱:۳۴
MOPH

دغه پروګرام چې د کابل په دهبوري پارک کې ترسره شو، موخه یې د روغتیايي، رواني، ټولنیزو او اقتصادي زیانونو او منفي پایلو په اړه د ښاریانو، په ځانګړي ډول د ځوانانو د پوهاوي کچې لوړل وو.

په دې پروګرام کې ګډونوالو د نشه یي توکو د ډولونو، پر عصبي سیستم او د بدن پر نورو غړو یې د ویجاړوونکو اغېزو، پر کورنۍ او ټولنه د روږدیتوب د ناوړه پایلو او د دې پدیدې د مخنیوي او پر وړاندې یې د مبارزې د لارو چارو په اړه معلومات تر لاسه کړل.

همدارنګه، ټینګار وشو چې روږدیتوب نه یواځې د شخص روغتیا له خطر سره مخ کوي، بلکې د کورنیو ستونزو، بې‌ کارۍ، بې‌ وزلۍ او د ټولنیزو جرمونو د زیاتوالي سبب هم ګرځي.

سربېره پر دې، معلوماتي بروشورونه چمتو او په پارک کې پر موجودو خلکو ووېشل شول؛ په دغو بروشورونو کې د روږدیتوب د نښو، د مخنیوي لارو، د مرستې ترلاسه کولو طریقو او له خطر سره د مخ کسانو ملاتړ کې د کورنۍ د رول اهمیت په اړه اړین معلومات شامل وو.

ګډونوالو له دې نوښت څخه هرکلی وکړ او دا یې د پوهاوي د زیاتوالي او د نشه يي توکو پر لور د تمایل کمولو برخه کې یو اغېزناک ګام وباله.

همداراز، د پروګرام په پای کې ټینګار وشو، چې د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه د ټولو ګډې همکارۍ ته اړتیا لري او دوامداره پوهاوی کولای شي د ځوان نسل په ساتنه او د یوې سالمې او له روږدیتوب څخه پاکې ټولنې په جوړولو کې مهم رول ولوبوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS