د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال پکتیا ولایت ته سفر تر سره کړ

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۸ - ۱۰:۳۸
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یو ګډ تخنیکي  پلاوي په ملتیا پکتیا ولایت ته سفر  تر سره کړ.

د یاد سفر پرمهال ښاغلي مرستیال او مل پلاوي د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست او تطبیق کوونکې موسسې اډا مسئولینو سره وکتل په دې کتنه کې ښاغلي، مرستیال یادونه وکړه چې پکتیا ولایت ته یې د سفر موخه د روغتیا په برخه کې  ستونزې په ګوته کول او د حل په موخه یې لازم اقدامات ترسره کول دي

د یاد مجلس پرمهال د روغتیایې خدمتونو ښه والي په موخه بحث ترسره او د شته ستونزو حل په موخه لازمې پریکړې وشوې

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۱:۲۳
Background image

کونړ ولایت کې د خصوصي روغتیايي سکتور او خوراکي توکو له پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د یاد ولایت په مرکز اسعد اباد ښار کې د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې يې ۳۸۷ کیلوګرامه درمل او ۴۹۵ کیلوګرامه له نېټې تېر او بې کيفيته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د حجاجو د روغتیایي معایناتو د بهیر همغږي

د ا.ا.ا د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د ۱۴۰۵ هـ ش کال حجاجو ته د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو بهير کې د اسانتياوو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۵
Background image

د ناروغانو د ښې درملنې په موخه د غزني عامې روغتیا ریاست ته ۳۳ قلمه بېلابېل درمل وسپارل شول

یاد درمل چې مجموعي قیمت يې (۹۶۲۵) ډالر کېږي، د PU-AMI مؤسسې ولايتي دفتر له لوري د غزني عامې روغتيا رياست ته وسپارل شول.

دغه درمل د غزني د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر رسول خان نظري د پرله‌. . .

BACK TO NEWS