د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال په مشرۍ د پروان ولایت د حاد اسهال پېښو ته د رسېدنې او مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۱۴:۳۳
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ د وزارت له مرکزي رئیسانو، د انتاني ناروغیو د درملنې روغتون او جک تطبیق کوونکې مؤسسې له استازو سره د پروان ولایت غوربند ولسوالۍ په کفشان سیمه کې د حاد اسهال پېښو ته د رسېدنې او مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د دغه ناروغۍ د لا زیات مخنیوي په موخه د متخصصینو په درلودلو سره بېلا بېل روغتیايي ټیمونه و ګمارل؛ څو سیمې ته په تلو سره عامه پوهاوی، د ناروغانو روغتیايي وضیعت ته رسېدنه او د سیمې اوسېدونکو ته ټولې روغتیايي اسانتیاوې رامنځته او په دې برخه کې اړین اقدامات ترسره کړي.

دغه راز په پروان ولایت کې د جک تطبیق کوونکې مؤسسې استازي ته هم لارښوونه وشوه، چې د پروان ولایت غوربند ولسوالۍ په کفشان سیمه کې د یادې ناروغۍ د مخنیوي سربېره د ناروغانو روغتیايي حالت ته رسېدنه وکړي او د درملنې لپاره یې ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.

په پام کې ده، چې د روغتیا نړیوال سازمان له استازو او د روغتیایي برخې شریکانو سره هم په دې اړه یوه غونډه جوړه شي؛ څو هغوۍ هم په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي او ناروغانو ته اړین روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS