د رابعه بلخي روغتون څخه نظارت تر سره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۳:۳۱
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت‌ الله عنایت او مل تخنیکي ټیم کابل کې له رابعه بلخي ملي او تخصصي روغتون څخه نظارت ترسره کړ

یاد نظارت چې موخه یې د هېواد دولتي او خصوصي روغتونونو بشپړه څارنه، د چارو شفافیت او په معیاري توګه هېوادوالو ته روغتیایي خدمات وړاندې کول دي، په ترڅ کې یې ډاکټر عنایت‌ الله عنایت او مل تخنیکي ټیم د رابعه بلخي ملي او تخصصي روغتون له بېلا بېلو څانګو څخه لیدنه وکړه، د ناروغانو احوال یې واخیست او روغتیایي کارکوونکو ته یې د غوره روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

دغه راز، ډاکټر عنایت‌ الله عنایت موجودې ستونزې د حل په موخه له اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړې؛ څو د ناروغانو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۳:۴۰
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري د مور په شيدو د تغذيې په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې چې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، يو شمېر مرکزي رئیسانو، د نړيوالو همکارو ادارو او رسنيو استازو ګډون کړی و، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د بلخ ولایت ابوعلي سينا بلخي سیمه ییز روغتون سره د ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو به ارزښت د طبي او غیرطبي تجهیزاتو مرسته وشوه

یاده مرسته د ازبکستان هېواد د فرغانه ولایت له لوري شوې، چې په کې د بستر ناروغانو بېډونه، ویلچرونه، د هوا سړولو (اې سي) دستګاوې، یخچالونه او یو شمېر نور اړین طبي او غیرطبي وسایل شامل دي.. . .

BACK TO NEWS