د خوړو او درملو معینیت له لوري د کاپیسا، لوګر او پنجشېر ولایتونو ۱۴ خالي بستونو لپاره د ازادې سیالۍ له لارې ازموینه واخیستل شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۱۳:۴۶
MOPH

په دې ازموینه کې ۱۵۰ تنو ګډون کړی و، چې د خوړو او درملو معینیت کې ترې د ازادې سیالۍ له لارې ازموینه واخیستل شوه.

د خوړو او درملو معینیت حقوقي مشاور، مولوي فضل الدین حقاني ګډونوالو ته د پرانیست وینا پر مهال د ازموینې د شفافیت ډاډ څرګند او له هغوی یې وغوښتل، چې د ازموینې اړوند پوښتنې په پوره دقت حل کړي.

د یادونې وړ ده، چې د لرې پرتو ولایتونو خالي بستونو لپاره له نوماندانو څخه په انلاین ډول ازموینه اخیستل کېږي؛ ترڅو په پروسه کې اسانتیا رامنځته شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS