د خوست ولایت عامې روغتیا ریاست سره د ۷ میلیونه یورو مرسته وشوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۲:۵۱
MOPH

یاده مرسته چې د اروپایي ټولنې له لوري د خوست د عامې روغتیا ریاست د لابراتوار څانګې د پیاوړتیا او ساري ناروغیو د مخنیوي په موخه شوې، پر مهال یې د خوست والي، ښاغلي عبدالقیوم روحاني او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې ویرونیکا بوسکوویچ پوهار شتون درلود.

 د اروپایي ټولنې شارژدافیرې، د یادې مرستې موخه د لابراتواري خدمتونو پیاوړتیا او د ساري ناروغیو مخنیوی یاد کړ او ژمنه یې وکړه، چې په راتلونکې کې به هم خپلو همکاریو او مرستو ته دوام ورکوي.

هغې همداراز ډاډ ورکړ، چې اروپايي ټولنه به د کډوالو اړتیاوو ته د رسېدو او هغوی ته د اساسي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په هڅو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ، د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۸
Background image

د ۲۰ تنو روغتیايي کارکوونکو لپاره د اساسي بېړنۍ پاملرنې پنځه ورځنۍ روزنه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیا برخې ۲۰ تنو مسلکي کارکوونکو ته د اساسي بېړنۍ پاملرنې «Basic Emergency Care (BEC)» پنځه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه

دغه روزنيز. . .

BACK TO NEWS