د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د دې وزارت اړوند (د نیمروز ولایت د روږدو درملنې ۱۰۰۰ بستریز کمپ لپاره د کورني درملو د چمتو کولو او برابرولو پروژه د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره ) چې د پېژندنې شمېره یې(MOPH/1405/NCB/G-2718 ) ده.
(تواب جان لایف فارمسیټیکل) شرکت ته تړون ورکړي، یاد شرکت (۸۶۵) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (د صنعتي پارکونو اول سرک ،9 ناحیه ، مرکز کابل ) کې دی. چې د تړون بیه یې (۲،۹۴۸،۹۰۸) دوه میلیونه او نهه سوه اته څلوېښت زره او نهه سوه اته افغانۍ ده.
د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې خپلې نیوکې په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر پنځو کاري ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند د اجناسو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.
