د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
ریفرینس شمېره: MOPH/ATNHC/NCB/1405/G03
د عقودو قانون او د دې وزارت د لنډ مهاله تدارکاتي کړنلارو د احکامو پر بنسټ، په دې توګه ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د اتاترک د ماشومانو تخصصي روغتون غواړي د ۱۴۰۵ کال لپاره د اړتیا وړ ډیزل تیلو د چمتو کولو تړون د "اعتماد درخشان لوژستیکي خدماتو شرکت" ته — چې د ۶۴۶۳۶ ګڼې جواز لرونکی دی او پته یې کابل، ۱۳مه ناحیه، دشت برچي، شهید مزاري سړک، مهتاب قلعه څلورلارې کې ده — د (۵،۵۹۹،۳۰۰) پنځه میلیونه پنځه سوه نهه نوي زره درې سوه افغانیو په ټولیزه بیه ورکړي.
د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې خپلې نیوکې په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر پنځه کاری ورځو پورې د اتاترک د ماشومانو درملنې تخصصي روغتون ریاست اړوند د قراردادونو مدیریت، دوهم پوړ، بلاک C ته چې کابل طبي پوهنتون شاته موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.
