د بامیان ولایت کې د امبولانس ۲۴ خدمتونه فعال شول

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۱۵:۱۵
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت بامیان ولایت ته د سفر په لړ کې د دغه ولایت عامې روغتیا ریاست کې د بامیان امبولانس ۲۴ خدمتونو پرانیسته ترسره کړه

 د مالي او اداري چارو مرستیال د هېواد ټولو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول د روغتیا وزارت دنده وبلله او په مساویانه روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو یې ټینګار وکړ.

نوموړي دغه راز د بامیان ولایت په روغتیايي سکتور کې د ستونزو د حل او پرمختګ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS