د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د متحده عربي اماراتو سفیر ښاغلي سيف محمد الکتبي سره لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۰:۵۶
MOPH

په دې لیدنه کې نوي سفیر ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ په روغتیايي برخه کې د متحده عربي اماراتو له لوري د مور او ماشوم لپاره د لس روغتیایي مراکزو جوړولو ، هرات ولایت ته د هیموډیالیز ماشینونو سپارلو ، جوزجان او فاریاب ولایتي روغتونو ته د درملو پر همکارۍ ،د کابل شیخ زاید تخصصي روغتون روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، پکتیا ولایت کې د نوي روغتون جوړولو ، د پولیو ناروغۍ لپاره د ګډو هڅو او د دواړو هېوادونو ترمنځ په روغتیايي برخه کې د دوامداره همکاریو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په روغتیايي برخه کې د متحده عربي اماراتو له دوامدارې همکارۍ مننه وکړه او په یو شمېر مهمو برخو کې یې د دوی همکاري اړینه وبلله، ښاغلي وزیر د ۳۱۸ روغتونو لپاره د عصري طبي تجهیزاتو برابرولو ، د پولیو په له منځه وړلو ، د غیر ساري ناروغیو په تشخیص او درملنه ، د کابل شیخ زاید روغتون کې د راډیولوژي اړوند تجهیزاتو برابرولو او ځینې نورو اړینو تخصصي برخو کې د ظرفیت لوړونې او اړینو همکاریو اړوند غوښتنې وکړې.

له بل لوري، د متحده عربي اماراتو نوي سفیر د روغتیا سکتور کې خپلو دوامداره همکاریو ته په اشارې د پولیو او ساري ناروغیو د کنټرول برخه کې د بشپړې همکارۍ او مرستې ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه، موږ ژمن یو چې د عامې روغتیا وزارت سره همکارۍ ته دوام ورکړو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS