د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د پولیو پروګرام د همغږۍ په کلنۍ غونډه کې ګډون وکړ

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۰:۴۷
moph

په یاده غونډه کې، چې موخه یې د پولیو پروګرام اوسني پرمختګونو ارزول، په دې پروګرام کې د شته ننګونو په ګوته کول او حل لپاره یې د اغېزمنو لارو چارو موندل دي، د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس الحاج ډاکټر عبدالقدوس بریالي، د ولایتونو روغتیا رئیسانو، د کتلوي معافیت پروګرام آمرینو او د پولیو برخې مسؤلینو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي وویل: " د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي د هېواد ټولو سیمو وګړو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي او په همدې موخه د نړیوالو شریکانو په همکارۍ په تطبیق کوونکو مؤسسو غږ کوم؛ څو په لرې پرتو سیمو کې ناروغانو ته غوره روغتیايي خدمات وړاندې کړي ".

ښاغلي وزیر همداراز زیاته کړه، د پولیو (ګوزڼ) واکسین د تطبیق پروګرام به هېوادوالو ته په ټولو سیمو، بانډو او مساجدو کې ترسره کېږي.

نوموړي دغه راز د ولایتونو روغتیا رئیسانو ته دنده وسپارله، چې د تطبیق کوونکو مؤسسو په چارو کې د ستونزو پر وخت د عامې روغتیا وزارت مقام ته خبر ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS