د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتیا نړیواله ورځ "زما روغتیا زما حق" تر شعار لاندې د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۴:۴
MOPH

د دې ورځې څخه د نمانځنې موخه د عامه پوهاوي لوړول، د ناروغانو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی، د روغتیا په برخه کې لاسته راوړنې او په دې برخه کې د معلوماتو شریکول دي.

د  عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد ټولو هېوادوالو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کول د دې وزارت دنده وبلله او ویې ویل، اوسمهال د هېواد په ۴۹۰۰ روغتیايي مراکزو او ګڼ شمېر دولتي روغتونونو کې هېوادوالو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کېږي.

ښاغلي وزیر همداراز زیاته کړه، چې تېر کال نږدې اتیا میلیونه ناروغانو دولتي روغتیايي مراکزو او روغتونونو ته د درملنې په موخه مراجعه کړې ده، چې د هېواد د ریښتیني او با استعداده روغتیايي کارکوونکو او متخصصینو له لوري یې درملنه شوې ده.
نوموړي همداراز وویل: ( موږ هڅه کوو، چې د هېواد ټول روغتونونه او روغتیايي مراکز په عصري طبي وسایلو سمبال او له هرې ممکنې لارې د افغان روغتیايي پرسونل ظرفیتونه لوړ کړو؛ تر څو په مرسته یې په کور دننه ناروغانو ته غوره خدمتونه وړاندې کړو.) 
د عامې روغتیا وزیر همداراز افغان ډاکټران د هېواد د روغتیایي سکتور اتلان وبلل او  د هېواد له اوسېدونکو یې وغوښتل، چې پر خپلو ډاکټرانو باور وکړي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په هڅو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ، د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۸
Background image

د ۲۰ تنو روغتیايي کارکوونکو لپاره د اساسي بېړنۍ پاملرنې پنځه ورځنۍ روزنه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیا برخې ۲۰ تنو مسلکي کارکوونکو ته د اساسي بېړنۍ پاملرنې «Basic Emergency Care (BEC)» پنځه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه

دغه روزنيز. . .

BACK TO NEWS