د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي بېلاروس ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له دولتي طبي پوهنتون څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۲
moph

د دې لیدنې پر مهال د طبي زده‌کړو، مسلکي ظرفیت لوړونې، د روغتیايي علومو په برخو کې د علمي تجربو او معلوماتو د تبادلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي او علمي همکاریو پر پراختیا بحث او خبرې وشوې.

د عامې روغتيا وزير، د طبي زده‌کړو او مسلکي ظرفیت لوړونې ارزښت ته په اشارې وویل: د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي د روغتیايي کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې او د علمي تجربو د تبادلې په برخه کې له معتبرو علمي بنسټونو سره همکاریو ته پراختیا ورکړي.

بل لور، د ياد پوهنتون مسؤلینو هم د افغانستان له روغتیايي سکتور سره د علمي او مسلکي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او د طبي زده‌کړو، څېړنو او د روغتیايي متخصصینو د ظرفیت لوړونې په برخو کې یې د همکاریو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۲۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تېر یو کال مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې!

د عامې روغتیا وزارت د تېر یو کال مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې!

د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو برخه:

BACK TO NEWS