د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزارت نوې جوړې شوې ملي پالیسۍ د تشریح کولو ورکشاپ غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۱۰:۳۹
MOPH

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د وزارت ښاغلو مرستیالانو، مرکزي او ولایتي رییسانو، د چارو ادارې د څارنې او پالیسۍ مرستیال ښاغلي مولوي سیف الدین تائب، د ملي دفاع او پوهنې وزارتونو استازو د عالیقدر امیر المؤمنین (حفظه الله) د حکمونو او فرمانونو د تعقیب نظارت لوی ریاست د تفتیش مرستیال مولوي محسن هاشمي او د یو شمېر نورو امارتي ادارو مسؤلینو او استازو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي ټولو هېوادوالو ته د مساویانه او معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د روغتیا وزارت له لوري د راتلونکو پنځه کلونو لپاره نوې جوړه شوې ملي پالیسي خورا اړینه وبلله او دا یې د اسلامي امارت له واکمنېدو راپدېخوا د روغتیا په برخه کې یوه ستره لاسته راوړنه یاده کړه.

د عامې روغتیا وزیر وویل: ( د یادې پالیسۍ پر مټ به شته امکاناتو ته په کتو له خپلو کاري شریکانو سره د منظمو اصولو او ګډې همغږۍ له لارې روغتیايي برخه کې پر مخ ځو او د ولسونو هوساینې لپاره به ټول لومړیتوبونه د دغه پالیسۍ له مخې ټاکل کېږي ).

ښاغلي وزیر دغه راز زیاته کړه، کوښښ کوو چې د هېواد ټولو اوسېدونکو ته یوشان معیاري خدمات وړاندې کړو، چې دې موخې ته د رسېدو لپاره یو منظمې او ملي پالیسۍ ته اړتیا وه، چې له نېکه مرغه روغتیا وزارت وتوانېد په لومړي ځل د خپلو داخلي متخصصینو په مرسته دا پالیسي جوړه کړي، چې له مخې به یې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د هېواد ټولو وګړو ته د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کېدو تر څنګ دې برخه کې ګڼ شمېر پرمختګونه ترسره شي.

په دې غونډه کې همداراز د عامې روغتیا وزارت روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي د یادې پالیسۍ پر محتویاتو هر اړخیزه وینا ترسره او ویې ویل: په دغه پالیسۍ کې به په اووه عمده برخو کار کېږي؛ ترڅو موږ وکولای شو خپل لومړني، دویمي او درېمي (ثالثي) خدمات لا معیاري کړو.

بل لور  د چارو ادارې د څارنې او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي مولوي سیف الدین تائب په منظمه توګه د چارو ترسره کولو لپاره د پالیسۍ شتون اړین وباله او په همدې موخه یې د روغتیا وزارت نوې جوړه شوې ملي پالیسي د روغتیايي برخې پیاوړتیا او پراختیا لپاره یوه ستره لاسته راوړنه وبلله.

د یادې غونډې په دوام د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رییس، ډاکټر سید رسول منګل د دغه پالیسۍ جوړولو په کړنلارو او مراحلو هر اړخیزه وینا ترسره او د دې پالیسۍ د تطبیق برخه یې د لا زیات کوښښ او ژمنتیا ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS