د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزارت نظارتي ټیم د خپل نظارت په دوام د نیمروز ولایتي روغتون او د دې ولایت د کنګ ولسوالۍ روغتیايي مرکز له خدماتو څخه نظارت ترسره کړ

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۹:۳۵
moph

یاد نظارت چې د یو ځانګړي تخنیکي ټیم له لوري ترسره شو، د ولایتي روغتون له ټولو څانګو څخه په کې لیدنه وشوه، د خدماتو اړوند ستونزې یاداشت او مسؤلینو ته یې د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې ترسره شوې.

 دا چې یاد روغتیايي مرکز په یو غیر معیاري ځای کې خدمات وړاندې کول د عامې روغتیا وزارت له لوري به ورته د یو معیاري ځای په انتخاب سره نوی تعمیر جوړ او خپلو خدماتو ته به دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ په ځانګړې سپارښتنه په دا وروستیو کې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د نظارت پروسه دوام لري، چې موخه یې د روغتیايي خدماتو ستونزې په نښه کول او د روغتیايي سیستم د ښه والي لپاره هڅې ترسره کول دي؛ ترڅو ټولو ناروغانو ته معیاري خدمتونه وړاندې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۵۰
Background image

د سمنګان ولایت د خرم و سارباغ ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل: دغه پروسه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۴۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او ۲۱ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل: دغه پروسه په. . .

BACK TO NEWS