د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزارت له لوري روغتیایې رضاکارانو ته د ټولنې په کچه د روغتیایي کارکونکو د کړنو، ارزونې او هڅونې تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۸:۵۴
moph

په دې ورکشاپ کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول لوی رئیس ډاکټر حیدرخان حیدر، د لومړنیو روغتیایي خدمتونو رئیس ډاکټر ذبیح الله حارث، د کورنیو او نړیوالو مؤسسو استازو او روغتیایي رضاکارنو ګډون کړی و ، د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د روغتیایي رضاکارانو د ترسره کړیو فعالیتونو مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ، چې په نږدې وخت کې به د ټولنې په کچه د روغتیایي خدمتونو بسته نوې او تازه کړي.

ښاغلي مرستیال زیاته کړه: (تېر کال د ټولنې روغتیایي رضاکارانو له څه باندې اووه لس میلیونه کورنیو څخه لیدنې کړي او اختلاطي زیږونونو ته د رسېدنې تر څنګ یې بېلابېل روغتیایي خدمتونونه وړاندې کړي).

ښاغلي حقاني دغه راز، له روغتیایي رضاکارانو غوښتنه وکړه، چې د روغتیایي سیستم ښه والي لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د یاد ورکشاپ وروستیو کې ګډونوالو ته د بېلا بېلو پریزنټېشنونو له لارې ترسره شوي فعالیتونه، لاسته راوړنې او د ظرفیت لوړونې اړوند معلومات وړاندې شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۲
Background image

د غزني ولایت تخنیکی پوهنتون څه باندې ۷۰۰ محصلینو ته د نشه‌ يي توکو د مخنیوي او عامه پوهاوي په موخه علمي سیمنار تر سره شو

یاد سیمنار چې د غزني عامې روغتیا ریاست اړوند د روږدو درملنې ۵۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي مسؤلینو له لوري تر سره شو، ګډونوالو ته په کې د عامه پوهاوي اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۳:۴۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال په ننګرهار کې د پیوې کنډو ۵۰ بستریز روغتون روغتیايي خدمتونه وارزول

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني ننګرهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د روداتو ولسوالۍ د پیوې کنډو ۵۰ بستریز روغتون څخه لیدنه. . .

BACK TO NEWS