د ا.ا.ا د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي کندهار ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د معروف ولسوالۍ له قومي مخورو او مشرانو سره لیدنه وکړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۱:۵۱
moph

په دې لیدنه کې د معروف ولسوالۍ قومي مخورو ښاغلي وزير ته ښه راغلاست ووايه، او د روغتيا برخه کې يې يو شمېر غوښتنې او وړانديزونه شريک کړل او د عامې روغتيا وزارت له رهبرۍ څخه يې وغوښتل، چې د دغه ولسوالۍ اوسېدونکو ته لازمې روغتيايي اسانتياوې برابرې کړي.

د عامې روغتيا وزير، د معروف ولسوالۍ قومي مخورو او مشرانو غوښتنې او وړانديزونه واورېدل، د دوی غوښتنو ته د رسېدنې ډاډ یې څرګند او ويې وويل: (لرې پرتو سیمو ته د روغتيايي خدمتونو رسول د عامې روغتيا وزارت له لومړيتوبونو څخه دي او په نږدې راتلونکي کې به معروف ولسوالۍ کې هم د ولسوالۍ کچې جوړېدونکي روغتون چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي).

ښاغلي وزير زياته کړه، د دې روغتون په جوړېدو سره به د روغتيايي خدمتونو کچه لوړه او د يادې ولسوالۍ اوسېدونکو لپاره به د روغتيا برخه کې لازمې اسانتياوې برابرې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS