دعامې روغتیا وزیر ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د UNFPA د دفتر له سرپرست مارک سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل

akbari_admin
جمعه ۱۴۰۲/۵/۲۷ - ۱۴:۲۲
دعامې روغتیا وزیر ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د UNFPA د دفتر له سرپرست مارک سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل

په دې لیدنه کې د UNFPA استازي ښاغلي عباد ته د خپلو روغتیایی پروګرامونو اړوند معلومات وړاندی کړل ، د عامې روغتیا وزیر ، ښاغلي مارک ته د روغتيايي خدماتو په چارو کې د سمون او د لمړنيو روغتیایي خدماتو په وړاندې کولو کې د پاملرنی او د خدماتو د موثریت اړوند سپارښتنی وکړې.

د یادونې وړ ده چې UNFPA روغتیایی ځالې یا FHH د عامې روغتیا وزارت د نوي طرزالعمل په اساس جوړوي او د کلیو په کچه لمړني روغتیایي خدمات لکه واکسین، تغذیې ، د میندو او ماشوم لپاره خدمات په کې وړاندې کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۴:۳۳
Background image

د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ عمومي روغتون او پروان ولایت شینواري ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئیس، ښاغلي محمد یونس غالب، د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او د ۱۱ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۱:۲۷
Background image

لغمان، نورستان او کونړ ولایتونو کې د پولیو واکسین ۷ ورځنی کمپاین پیل شو

دغه کمپاین د عامې روغتیا وزارت د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس، ډاکټر عبدالقدوس بریالي او یو شمېر مسؤلینو په شتون کې پیل شو، چې په تطبیق سره به یې یادو ولایتونو کې تر. . .

BACK TO NEWS