تېره میاشت لغمان ولایت کې له ۳۳۱ روغتيايي او خوراکي تاسیساتو څخه نظارت ترسره شوی، چې پایله کې یې ۱۰ تاسیسات له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله تړل شوي دي

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۵:۱۹
MOPH

دغه نظارت د لغمان عامې روغتيا رياست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شوی، چې پایله کې یې ۴ درملتونونه، ۲ لابراتوارونه، یو د غاښونو کتنځی، ۲ د درمل عمده پلورنځي او یو باب د درملو تولیدي شرکت څانګه له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله تړل شوي دي.

همدارنګه، د یاد نظارت په بهیر کې ۶۸ قلمه له نېټې تېر او بې‌ کیفیته درمل، خوراکي او سینګار توکي چې شاوخوا ۴۵۰ کیلو ګرامه کېږي، راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي زیرمتون ته وليږدول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS