بدخشان ولايت کې روغتيايي کارکوونکو ته د غير ساري ناروغيو کنټرول او مديريت برخه کې روزنيز ټريننګونه تر سره شول

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۴:۲۳
moph

د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو د کنټرول او مخنيوي لوی ریاست اړوند د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنيوي ډيپارټمنټ له لوري د غیرساري ناروغیو د مخنيوي او کنټرول، لومړني تشخیص او درملنې، روغتونونو ته د ناروغانو د راجع کولو، په غیرساري ناروغیو د اخته ناروغانو مدیریت او روغتیايي مشورو برخو کې ۲۵ تنو ډاکترانو ته څلور ورځنی او همداراز، ۲۵ تنو قابلو او ۵۰ تنو د ټولنې پر کچه روغتیايي کارکوونکو ته درې ورځنی روزنیز ټريننګ تر سره شو، چې ګډونوالو ته په کې د غیرساري ناروغیو د وقایې او کنټرول اړوند لازمې زده کړې ورکړل شوې.

د عامې روغتیا وزارت د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنيوي مسؤل، ډاکتر محمد سمیع کریمي په دې ټريننګونو کې د غیرساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول په برخه کې د ډاکترانو او د ټولنې پر کچه د روغتیايي کارکوونکو رول مهم وباله او ويې وویل: د غیرساري ناروغیو د کنټرول په برخه کې د ټولو روغتیايي کارکوونکو روزل ممکن نه دي؛ له همدې امله له ګډونوالو غوښتنه کېږي، چې د ټريننګونو په ترڅ کې زده کړې موضوعات له خپلو نورو همکارانو سره په روغتيايي مرکزونو، روغتونونو او کلیو کې شریک کړي؛ ترڅو په دې برخه کې د لا ډېرو روغتیايي کارکوونکو د روزنې زمینه برابره شي.

د ورکشاپ په پای کې ګډونوالو ته د غیرساري ناروغیو د مخنيوي او کنټرول په اړه د عامه پوهاوي بروشورونه او پوسترونه هم ووېشل شول؛ تر څو په خپلو اړوندو سیمو کې ترې د عامه پوهاوي او وقایوي پیغامونو د خپرولو په موخه ګټه واخلي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۱۵
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د سرپل ولایت سانچارک ولسوالۍ له قومي مخورو سره لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي دوکتور محمد حسن غیاثي هم شتون درلود د یادې ولسوالۍ د روغتیايي خدماتو پر وضعیت، د موجوده روغتون د خدماتو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۴۶
Background image

په ۱۲ ولایتونو کې د درملو د راپور ورکولو فورم د تشریح روزنیز پروګرام پیل شو

په دې درې ورځني روزنيز پروګرام کې د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي د روغتیايي معلوماتو پر کره‌ والي او روڼتیا او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت پر لوړولو. . .

BACK TO NEWS