مولوي نور جلال جلالي په سمنګان کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د روغتون د جوړېدو بنسټ کېښود

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۳۹
MOPH

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي سمنګان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ۶۴ ميليونه افغانيو په ارزښت د حضرت سلطان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړېدو ډبره کېښوده

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر او مل پلاوي، د سمنګان والي ښاغلي ملا محمد شعیب رسالت، د یو شمېر نورو ولایتي ادارو مسؤلینو او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر دغه روغتون د ولسوالۍ په کچه د روغتیايي خدمتونو د پراخېدو، د خلکو د ستونزو حل او معیاري درملنې په برخه کې مهم ګام وباله او ویې ویل:‌د ا.ا له داخلي بودجې څخه د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د جوړېدونکو روغتونونو له ډلې د ۵۶ روغتونونو تدارکاتي چارې بشپړې شوي دي او د روان ۱۴۰۵ کال په ترڅ کې به د ۱۰۰ نورو روغتونونو چارې هم پيل شي.

ښاغلي وزیر زیاته کړه، دغه روغتونونه به عمومي جراحي، داخله، نسایي ولادي، د ماشومانو درملنې او یو شمېر نورې څانګې ولري، چې په جوړېدو سره به یې په ولایتي روغتونونو کې د مراجعینو ګڼه‌ ګوڼه کمه او خلکو ته به په ولسوالیو کې معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي.

همداراز، د سمنګان والي په خپلو خبرو کې وویل: موږ ټول د یوه سپېڅلي نظام تر چتر لاندې دنده ترسره کوو، هېواد د ټولو ګډ کور دی او باید په ګډ تعهد ورته کار وکړو، څو هېوادوالو ته لا غوره خدمتونه وړاندې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

"حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر سرلیک لاندې، د پیل شوي پروګرام په چوکاټ د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت د افغانستان ا.ا ویاند، ښاغلي مولوي ذبیح‌الله مجاهد له لوري په یوه خبري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

له نړيوالو شريکانو سره د همغږۍ په برخه کې د عامې روغتيا وزارت يو کلنې لاسته راوړنې

 د عامې روغتيا وزارت له تمویلونکو او نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخه کې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیا سکتور د ودې په موخه مرسته او هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره خوندي روغتیايي پاملرنه!

د زړه، شکر، سرطان او مزمنې تنفسي ناروغۍ هغه غیرساري ناروغۍ دي، چې ډېری وخت اوږدمهاله پاملرنې او منظمې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

په دې ناروغیو د اخته کسانو خوندیتوب یواځې د درملنې په. . .

BACK TO NEWS