د عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتیايي سیستم پیاوړتیا، د خدماتو د کیفیت لوړولو او د مرکز او ولایتونو ترمنځ د همغږۍ ښه کولو په موخه دولایتي مسئولینو سره د همغږۍ او ظرفیت لوړونې څلور ورځنی ملي ورکشاپ پیل شو
په یاد ورکشاپ کې چې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د عامې روغتیا وزارت مرکزي او ولایتي رئیسانو، د کتلوي معافیت پروګرام مسئولینو، د روغتیا نړیوال سازمان استازو او د افغانستان لپاره د یونسیف مشر ګډون کړی و، عامې روغتیا ښاغلي وزیر، د روغتیايي خدمتونو د نوې پالیسۍ پر اغېزمن تطبیق او د دوامدار پرمختګ لپاره یې د داخلي ظرفیتونو په لوړولو او پر بهرنیو مرستو د تکیې کمولو ټینګار وکړ.
هغه دغه راز د داخلي بودیجې د شفاف او اغېزمن مصرف، د خدماتو د کیفیت ښه والي، د بشري منابعو د ظرفیت لوړونې، د عصري ټکنالوژۍ کارونې، له خصوصي سکتور سره ښه همغږي، د تطبیق کوونکو موسسو د فعالیتونو د منظم نظارت او د وقایوي خدماتو، په ځانګړې توګه د پولیو واکسین په غوره تطبیق سپارښتنې ترسره او له ولایتي رئیسانو څخه یې غوښتنه وکړه چې د درملو د نرخونو په کنټرول کې رغنده برخه واخلي.
همدارنګه، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د ګډو بحثونو پر ارزښت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د یو منظم او اغېزمن سیستم رامنځته کول اړین دی، څو روغتیايي خدمات پراخ او کیفیت یې لوړ شي.
د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس الحاج ډاکټر عبدالقدوس بریالي هم له ټولو مرکزي او ولایتي مسئولینو مننه وکړه، چې د پولیو واکسین تطبیق برخه کې یې ورسره همکاري کړې.
ورته مهال، د روغتیا نړیوال سازمان او د افغانستان لپاره د یونسیف مشر ډاکټر تاج الدین اویلا د یاد ورکشاپ په جوړېدو خوښي وښوده؛ د پولیو واکسین پیاوړتیا برخه کې یې ژمنې تازه او د همکاریو پراختیا ډاډ یې څرګند کړ.
د یادونې وړ ده چې دغه ورکشاپ د ملي عملیاتي بېړنی مرکز، د روغتیا نړیوال سازمان او یونسیف نړیوالې ادارې په ګډې همکارۍ او همغږۍ دایر شوی او څلور ورځې به دوام ولري چې په ترڅ کې به یې د روغتیايي خدمتونو اړوند مهم موضوعات تر بحث او ارزونې لاندې ونیول شي.
