نورستان ولايت کې سیلاب‌ ځپلو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه لازمې روغتیايي اسانتياوې برابر شوي دي

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۲
MOPH

د عامې روغتیا وزارت له لوري په نورستان ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنو شویو هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او بېړنیو ناروغانو درملنې په موخه امبولانسونه او نور اړین روغتیايي تجهیزات سیمې ته لېږدول شوي دي؛ څو په بېړنیو حالاتو کې ناروغانو ته پر وخت لازم خدمات وړاندې شي.

همداراز، د عامې روغتیا وزارت له لوري له تطبیقوونکې مؤسسې او افغاني سرې مياشتې سره په همغږۍ یو روغتیايي کمپ هم جوړ شوی، چې اوس مهال په کې ټپیانو او نورو اړمنو کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي.

دغه راز، د کونړ عامې روغتیا ریاست له لوري هم امبولانسونه، روغتیايي کارکوونکي او نور اړین طبي تجهیزات نورستان ولایت ته رسېدلي، چې د ټپیانو د درملنې او بېړنیو روغتیايي اړتیاوو ته د رسېدنې په برخه کې ترې ګټه اخیستل کېږي.

د عامې روغتیا وزارت به سیلاب‌ ځپلو خلکو د روغتیايي اړتیاوو پوره کولو او د اړینو خدمتونو وړاندې کولو په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکړي؛ ترڅو زیانمنو شویو خلکو ته پر وخت لازمې روغتیايي اسانتیاوې برابرې او د روغتیايي خدمتونو بهیر په اغېزمن ډول پر مخ یووړل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS