د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My Pharma – Humanis، Poli Pharma او AIS Pharma د درملو جوړولو له فابریکو څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې چې د ترکیې هېواد همکارانو هم د عامې روغتیا وزارت د پلاوي ملتیا کوله، د دې سفر موخه یې د یادو فابریکو له تجربو او معیارونو څخه زده کړه او په افغانستان کې د هغو پلي کول وبلل، تر څو د هېواد خلکو ته په مناسب قیمت، لوړ کیفیت لرونکي درمل برابر شي.

د یادونې وړ ده، د عامې روغتیا وزارت ژمن دی، چې د نړیوالو معیارونو سره سم د هېواد دننه د درملو د تولید فابریکې رامنځته کړي، تر څو خلکو ته د کار زمینه او باکیفیته درمل برابر شي، چې په دې برخه کې هڅې روانې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

نورستان ولايت کې سیلاب‌ ځپلو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه لازمې روغتیايي اسانتياوې برابر شوي دي

د عامې روغتیا وزارت له لوري په نورستان ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنو شویو هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او بېړنیو ناروغانو درملنې په موخه امبولانسونه او نور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۵۴
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې د هوا ککړتیا د مخنیوي نظارتونه ترسره کړل

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د EPR پلاوي د نورستان له والي سره د سیلاب ځپلو روغتیايي وضعیت وڅېړه

د عامې روغتیا وزارت د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتووالي او غبرګون (EPR) کمېټې ټاکل شوي پلاوي نورستان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي، ښاغلي الحاج زین‌العابدین عابد سره ناسته. . .

BACK TO NEWS