د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د ارزګان له والي، مولوي عنایت الله شجاع سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۱۷
moph

په دې ناسته کې ارزګان ولایت کې د روغتیايي خدمتونو پراختیا، خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو او شته ستونزو د حل په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

د ارزګان والي، د عامې روغتیا وزارت له پاملرنې او همکارۍ څخه د مننې تر څنګ د ولايتي روغتون د ارتقاﺀ غوښتنه وکړه؛ ترڅو د یاد روغتون د بسترونو شمېر له ۱۰۰ څخه ۲۰۰ ته زیات او د بستر ناروغانو لازمې اړتیاوې پوره شي.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ارزګان والي ته د روغتیايي خدمتونو د پراختیا، شته ستونزو د حل او اړینو اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړ او ویې ویل، د عامې روغتیا وزارت ژمن دی، چې د هېواد ټولو اوسېدونکو ته لازم او عادلانه روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۲
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون درېم فصل، څلورويشتمه ماده اتمه فقره

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون درېم فصل، څلورويشتمه ماده اتمه فقره:

 که د درملو او روغتيايي محصولاتو توریدی شرکت په انحصاري ډول درمل او روغتيايي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۹:۴۳
Background image

د روغتون مدیریت په برخه کې د روغتیايي کارکوونکو لپاره ۱۵ ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د ننګرهار، کندهار، بلخ او کندز ولایتونو ۲۴ تنو روغتیايي کارکوونکو ته د روغتون مدیریت (Hospital Management) تر سرلیک لاندې ۱۵ ورځنی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۹:۳۹
Background image

د وزیر محمد اکبر خان تخصصي روغتون د درېیو میاشتو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور وړاندې شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په شتون کې د وزیر محمد اکبر خان  تخصصي روغتون د مسؤلینو له لوري د یاد روغتون د تېرو درېیو میاشتو د. . .

BACK TO NEWS