د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د مور او نوي زيږېدلي ماشوم د سرویلانس او ځواب وینې (MNDSR) ورکشاپ کې ګډون وکړ

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۵:۴۵
moph

یاد ورکشاپ چې د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست او د باروري روغتیا ریاست له لوري د آسیا پراختیایي بانک او روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ د (MNDSR) پروژې د تطبيق او بیا کتنې په موخه پیل شوی، په کې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي او ولايتي رئیسانو، افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان مشر، ډاکټر ایډوین سینزا سلاوډر، د UNFPA ادارې او تطبيق کوونکو مؤسسو استازو او روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د مور او ماشوم روغتيا ته پاملرنه خورا ارزښتمنه او حیاتي موضوع وبلله او د مړينې کچې کموالی یې د ټولو ګډ مسؤليت وباله.

ښاغلي حقاني زیاته کړه، هيله ده چې د یاد ورکشاپ پرمهال د مور او ماشوم د مړینې د پېښو څرنګوالی معلوم، عوامل یې په ګوته او د مخنيوي په لارو چارو يې غور وشي.

دغه راز، د عامې ورغتيا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنايت الله عنايت د ورکشاپ په اړه د معلوماتو وړاندې کولو سربېره د دقیقو ارقامو په راټولولو ټينګار وکړ او له ټولو ولايتي مسؤلینو یې غوښتنه وکړه، چې د مور او ماشوم د مړینې ارقام په دقيقه توګه راټول کړي؛ تر څو په مرسته یې عوامل معلوم او د مخنيوي په لارو چارو یې لازم اقدامات ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۲
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون درېم فصل، څلورويشتمه ماده اتمه فقره

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون درېم فصل، څلورويشتمه ماده اتمه فقره:

 که د درملو او روغتيايي محصولاتو توریدی شرکت په انحصاري ډول درمل او روغتيايي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۹:۴۳
Background image

د روغتون مدیریت په برخه کې د روغتیايي کارکوونکو لپاره ۱۵ ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د ننګرهار، کندهار، بلخ او کندز ولایتونو ۲۴ تنو روغتیايي کارکوونکو ته د روغتون مدیریت (Hospital Management) تر سرلیک لاندې ۱۵ ورځنی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۹:۳۹
Background image

د وزیر محمد اکبر خان تخصصي روغتون د درېیو میاشتو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور وړاندې شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په شتون کې د وزیر محمد اکبر خان  تخصصي روغتون د مسؤلینو له لوري د یاد روغتون د تېرو درېیو میاشتو د. . .

BACK TO NEWS