د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي په مشرۍ د کابل ولایت "AOAD" مؤسسې ورټیکل پروژې څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۵:۱۷
moph

یاد نظارت چې موخه یې د هېواد په دولتي او خصوصي روغتونونو کې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړل، هېوادوالو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او د چارو شفافیت دی، په ترڅ کې ډاکټر کریم الله حلیمي د کابل ولایت "AOAD" مؤسسې ورټیکل پروژې ټولو برخو څخه له نږدې لیدنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د یادې مؤسسې د ستونزو د حل په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې د "AOAD" مؤسسې ورټیکل پروژه په افغانستان کې د جګړې د قربانیانو، معلولیت لرونکو کسانو فزیکي بیارغونې او د رواني مشورو مسؤلیت په غاړه لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۴:۴۸
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي کونړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې له قومي مخورو سره لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې چې د عامې روغتيا وزارت د مقام د دفتر لوی رئيس، الحاج شيخ محمد طاهر حليم، د کونړ د عامې روغتيا رئيس قاري مظفر خان مخلص او يو شمېر نورو مسؤلينو شتون درلود، قومي مشرانو د. . .

BACK TO NEWS