اختر له روغتیایي کارکوونکو سره!

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۶ - ۹:۴۵
moph

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د نېکمرغه کوچني اختر په لمړۍ ورځ د یو شمېر مرکزي رئیسانو په ملتیا په کابل کې د علي جناح روغتون له روغتیايي خدماتو څخه لیدنه ترسره او هم یې د یاد روغتون له روغتیایي کارکوونکو سره له نږدې ولیدل ، ښاغلي وزیر په دې لیدنه کې د بستر ناروغانو څخه له نږدې عیادت تر سره او له ناروغانو سره یو اندازه مالي مرسته تر سره کړه.

 په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د یاد روغتون بېلابېلې برخې له نږدې ولیدې،روغتیایي کارکوونکو ته یې د ولس لپاره د اختر په ورځو کې د غوره روغتیایي خدماتو سپارښتنې وکړې او د دوۍ له هڅو یې په مادي او معنوي لحاظ قدردانی وکړ ، د یادونې وړ ده د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په ځانګړي هدایت د هیواد په ټولو ولایتونو او مرکز کې د اختر پر مهال د روغتیایي مراکزو فعال ساتلو هدایت شوی تر څو د اختر په ورځو کې هیوادوال د روغتیا په برخه کې له ستونزو سره مخ نه شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۴:۵
Background image

هلمند ولایت کې شلو روغتیايي مرکزونو ته د ۹.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د واکسین خوندي ساتنې معیاري سولري یخچالونه وسپارل شول

ياد یخچالونه د هلمند عامې روغتیا ریاست په هڅو د یونیسف نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ اخيستل شوي او د واکسینونو د خوندي ساتنې لپاره ځانګړې وړتیا لري، چې په مرسته به یې واکسینونه په معیاري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۴:۰
Background image

ارزګان ولایت کې د درې سوه اتیا زره ډالرو په لګښت د فيروشه روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د دغه روغتیایي مرکز پرانیستې مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، مل پلاوي، د ارزګان والي مولوي عبدالرحمن کندوزي، قومي مشرانو او د سیمې اوسېدونکو شتون درلود.

یاد. . .

BACK TO NEWS