د عامې روغتیا وزارت څارنې او پلټنې ریاست له لوري په مرکز کابل کې له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۲:۵۵
MOPH

د یاد نظارت په ترڅ کې چې موخه یې په ټول هېواد کې له دولتي او خصوصي روغتونونو بشپړ نظارت، د چارو شفافیت او په معیاري توګه هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول دي، د نظارت رئیس ډاکټر کریم الله حلیمي او مل پلاوي د مسعو مصطفی معالجوي کلینیک، سما معالجوي کلینیک، یونیک نسایي ولادي، سالم، کابل کمپلکس، کابل آسیا، لاجور احمدزي ۲۰ بستریز او البدر معالجوي روغتونونو له ټولو څانګو څارنه ترسره او روغتیايي پرسونل ته یې سپارښتنې وکړې، چې د ستونزو حل او درملنې برخو کې له هیڅ ډول هڅو او کوښښونو درېغ ونه کړي.

نوموړي دغه راز په روغتونونو کې د ناروغانو احوال له نږدې واخیست، هغوی ته یې د روغتیا هیله څرګنده او د غوره خدمتونو وړاندې کېدو ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۴:۵
Background image

هلمند ولایت کې شلو روغتیايي مرکزونو ته د ۹.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د واکسین خوندي ساتنې معیاري سولري یخچالونه وسپارل شول

ياد یخچالونه د هلمند عامې روغتیا ریاست په هڅو د یونیسف نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ اخيستل شوي او د واکسینونو د خوندي ساتنې لپاره ځانګړې وړتیا لري، چې په مرسته به یې واکسینونه په معیاري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۴:۰
Background image

ارزګان ولایت کې د درې سوه اتیا زره ډالرو په لګښت د فيروشه روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د دغه روغتیایي مرکز پرانیستې مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، مل پلاوي، د ارزګان والي مولوي عبدالرحمن کندوزي، قومي مشرانو او د سیمې اوسېدونکو شتون درلود.

یاد. . .

BACK TO NEWS