د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال کاپیسا ولایت ته د خپل رسمي سفر په لړ کې د ولایتي روغتون له خدمتونو لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۰:۵۸
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او ورسره مل پلاوي کاپیسا ولایت ته د خپل رسمي سفر په لړ کې د ولایتي روغتون له خدمتونو لیدنه ترسره کړه

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون  بېلابېلو څانګو څخه د نږدې لیدنې ترڅنګ د روغتون له مسؤلینو او کارکوونکو سره ناسته ترسره کړه.

په دغه ناسته کې د کاپیسا ولایتي روغتون کارکوونکو د معاشاتو، ظرفیت لوړولو په موخه د روزنیز برنامو او تشکیل د زیاتوالي برخو کې خپل وړاندیزونه شریک او ورته د رسېدلو غوښتنه یې وکړه.

ښاغلي مرستیال د یاد روغتون د کارکونکو له لوري ترسره شوي خدمات وستایل او ډاډ یې څرګند کړ، چې د روغتیايي کارکوونکو وړاندیزونو ته به بشپړه رسېدنه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS