د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال په تورخم کې د تطبیق کوونکو مؤسسو له استازو سره وکتل

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۲:۱۹
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکتر محمد حسن غیاثي ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په تورخم کې د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د روغتیايي خدمتونو د ښه والي او تنظیم په موخه د تطبیق کوونکو مؤسسو له استازو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه

 

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت تخنیکي ټیم سربېره د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف او د تطبیق کوونکو مؤسسو استازو شتون درلود.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکتر محمد حسن غیاثي په تورخم کې د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ستونزې او نیمګړتیاوې د یادې ناستې له ګډونوالو سره شریکې کړې او مسؤلینو ته یې د حل په موخه لازمې سپارښتنې ترسره کړې.

نوموړي همداراز له ټولو هغو مسؤلینو څخه، چې په تېر کې یې بېرته راستنېدونکو هېوادوالو د روغتیا په برخه کې خدمات ترسره کړي مننه وکړه او په راتلونکي کې یې د لا چمتووالي لارښوونه وکړه.

له بل لوري د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ له مرستیال څخه دې ولایت د نوموړي له سفر څخه، چې د روغتیايي خدمتونو د ارزونې او ستونزو د حل په موخه یې ترسره کړی و مننه وکړه  او په راتلونکي کې د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د غوره روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د لا چمتووالي ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون له ولایتي مسؤلینو سره د روغتیايي همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون د ولایتونو عامې روغتیا له رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه

په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ازبکستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د همکارۍ د اجرایي پلان پر پلي کېدو خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د ازبکستان د درملیزو محصولاتو خوندیتوب مرکز او د طبي او درملیز صنعت د پراختیا ادارې مرستيال میرزوحید قادروف او. . .

BACK TO NEWS