د عامې روغتیا وزارت اړوند مرکزي سټاکونو آساسي بیا رغونې پروژې د تړون ورکړې خبرتیا

akbari_admin

Publish Date

Closing Date

Location کابل - افغانستان

د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دويمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د د عامې روغتیا وزارت اړوند مرکزي سټاکونو آساسي بیا رغونې پروژه چی د تړون شمیره ییMOPH /NCB/1402/W-02  ده. د (تمیم افغان ودانیز شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت (49525) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (پروژه اصلاحات اداری، مرکز- میدان شهر، وردگ) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه (6,699,353) شپږ میلیونه شپږ سوه نهه نوي زره دري سوه او دري پنځوس افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپریدو له نیټې تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند ساختماني تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کیږي.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۵:۲۲
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې دوهمی فقرې سره سم،له دې لارې ټولوته خبر ورکول کېږي چې د عامې روغتیا وزارت د راډیولوژي ملي انسټېټیوټ آمریت د اړتیا وړ د یو پایه DR اکسری ماشین د . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې دوهمې فقرې سره سم،له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د عامې روغتیا وزارت د راډیولوژي ملي انسټېټیوټ آمریت د اړتیا وړ دوه پایه الټراسوند ماشینونو . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۴۹
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو داوطلبانو ته ورکړي: . . .

Back to tenders