د کندز ولایتي روغتون څخه لیدنه ترسره شوه

akbari_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۷ - ۱۰:۱۱
د کندز ولایتي روغتون څخه لیدنه ترسره شوه

د کندز ولایتي روغتون څخه لیدنه ترسره شوه:

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین ښاغلي مولوي محمداسحق صاحبزاده دخپل ولایتي سفرونو په لړ کې دا ځل د کندز له حوزوي روغتون څخه لیدنه ترسره کړه.

ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده او ورسره مل پلاوي یې د کندز حوزوي روغتون له مختلفو څانګو څخه لیدنه ترسره کړه او د روغتیايي کارکوونکو کارونه یې له نېږدې ولیدل.

همدارنګه ښاغلي مولوي صاحبزاده په کندز حوزوي روغتون کې د بستر ناروغانو سره ولیدل، ستونزې یې واورېدې او د حل په موخه یې مسوولینو ته لازمې سپارښتنې ترسره کړې.

د ناروغانو د پايوازانو سره د ليدنې پر مهال خلکو ډيره خوښي وښوده چې د دوۍ د ناروغانو لپاره اوس روغتيايي خدمت ښه شوي او مشران یې وخت پر وخت پوښتنه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS