د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال د کندز له ولایتي روغتون څخه لیدنه وکړه

Panah_moph
جمعه ۱۴۰۰/۱۱/۲۹ - ۱۵:۱۶
د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال د کندز له ولایتي روغتون څخه لیدنه وکړه

پنجشنبه، سلواغه ٢٨/١٤٠٠

د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاکتر محمد حسن غیاثي او مل پلاوي یې د خپل سفر په ترڅ کې د کندز ولایتي روغتون څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې، د پاليسۍ او پلان مرستيال په دغه روغتون کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو حالت له نږدې وڅېړه او روغتيايي مسوولينو ته يې لارښوونه وکړه چې د اړمنو کسانو روغتيايي حالت ته زياته پاملرنه وکړي.

له بلې خوا د دغه روغتون روغتيايي کارکوونکو خپلې ستونزې او وړانديزونه د عامې روغتيا وزارت له مشرتابه سره شريک کړل او د دغه وزارت له مشرتابه څخه يې د حل غوښتنه وکړه، چې په اړه يې لازمې لارښوونې وشوې.

سربېره پر دې، ډاکتر غیاثي په کندز ولایت کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو د پلي کوونکو مؤسسو له استازو سره وکتل او له هغوی سره یې په دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو د ښه کولو او د مېزلس واکسین د کمپاین پیلولو په اړه خبرې وکړې.

همدارنګه، د پالیسۍ او پلان مرستیال د کندز ولایت له استازو او روغتیايي مسوولینو څخه وغوښتل چې دغه کمپاین دې ژر تر ژره پیل کړي څو په دغه ولایت کې د شري ناروغۍ د لا پراخېدو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS