په ننګرهار کې د ډینګي ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي فعالیتونه وارزول شول

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۹:۸
MOPH

د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ د لارښوونې پر اساس د ملاریا او نورو ناقله ناروغیو آمر، ډاکټر حزب‌الله فطرت په مشرۍ ټاکل شوې کمېټې د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین‌ الله شریف او د تطبیق کوونکو مؤسسو له استازو سره د ډینګي ناروغۍ د وضعیت او ترسره شویو فعالیتونو په اړه غونډه تر سره کړه.

په دې غونډه کې د ډینګي ناروغۍ د کنټرول په برخه کې د ترسره شویو اقداماتو راپور وړاندې شو، د مسؤلینو کړنې وستایل شوې او د لا ښه چمتووالي او ځواب‌ وینې په موخه اړینې سپارښتنې وشوې. همدارنګه، د عامه پوهاوي د فعالیتونو پر پیاوړتیا او روغتیايي مرکزونو ته د درملو او تشخیصیه موادو پر وخت اکمال باندې ټینګار وشو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۹:۸
Background image

په ننګرهار کې د ډینګي ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي فعالیتونه وارزول شول

د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ د لارښوونې پر اساس د ملاریا او نورو ناقله ناروغیو آمر، ډاکټر حزب‌الله فطرت په مشرۍ ټاکل شوې کمېټې د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین‌ الله شریف او د تطبیق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۹:۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال د دغه وزارت د تدارکاتو ریاست له کارکوونکو سره ناسته وکړه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي د دغه وزارت د تدارکاتو رئیس مولوي عبدالقدیر نذیر او د ياد ریاست له کارکوونکو سره په ناسته کې د کاري چارو ښه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۹:۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د دویمې ربعې د فعالیتونو او کړنو د ارزونې غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د روان کال د دویمې ربعې د فعالیتونو او کړنو د ارزونې غونډه، د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد، د یاد معینیت د رئیسانو، مشاورينو. . .

BACK TO NEWS