د عامې روغتيا وزارت ځانګړي پلاوي د ډینګي ناروغۍ د وضعیت ارزونې په موخه ننګرهار ته سفر تر سره کړ
د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په ځانګړې لارښوونه د ډینګي ناروغۍ د وضعیت ارزونې په موخه د ملاریا او نورو ناقله ناروغیو آمر، ډاکټر حزبالله فطرت په مشرۍ یو ځانګړي پلاوي ننګرهار ولایت ته سفر تر سره کړ.
ياد پلاوي د ننګرهار د عامې روغتیا له رئیس، مولوي امين الله شريف او یو شمېر نورو روغتيايي مسؤلينو سره لیدنه وکړه او د ډینګي ناروغۍ د وضعیت، د مخنیوي او کنټرول لپاره د ترسره شویو اقداماتو په اړه یې ور سره خبرې وکړې.
همدارنګه، د دې سفر په ترڅ کې د ډینګي ناروغۍ د څارنې، تشخیص او درملنې په برخه کې شته روغتیايي امکانات، سرچینې او کاري بهیرونه وارزول شول او اړوندو مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه، چې د ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول لپاره د څارنې چارې پیاوړې، روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی اسانه او د اړینو تدابیرو د پلي کېدو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
