په میدانوردک او لوګر ولایتونو کې د ۱۵۰ روغتیايي کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرامونه ترسره شول
د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو د مخنيوي او کنټرول لوی ریاست اړوند د غیرساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول آمريت د میدانوردک او لوګر ولایتونو د ۱۵۰ تنو ډاکټرانو، قابلو او ټولنیزو روغتیايي کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه درې ورځني او څلور ورځني روزنیز ورکشاپونه ترسره کړل.
په یادو روزنیزو ورکشاپونو کې د غیرساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول، لومړني تشخیص، درملنې، روغتونونو ته د ناروغانو راجع کولو، د ناروغانو د مدیریت او روغتیايي مشورو په اړه ګډونوالو ته روزنه ورکړل شوه.
د غیرساري ناروغیو د مخنيوي او کنټرول آمر، ډاکټر محمد سمیع کریمي د یادو ناروغیو په مخنیوي او کنټرول کې د ډاکټرانو او ټولنیزو روغتیايي کارکوونکو رول مهم وباله او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې خپلې ترلاسه کړې زدهکړې له نورو همکارانو سره هم شریکې کړي.
