د برېښنايي وسایلو د سمې کارونې په اړه ۳۸ تنو کارکوونکو ته دوه ورځنی روزنیز پروګرام تر سره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۱:۵۳
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په مالي او تخنیکي ملاتړ د مرکز او له بېلابېلو ولایتونو څخه د ۳۸ تنو کارکوونکو لپاره د «برېښنايي وسایلو» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو.

په دې پروګرام کې ګډونوالو د برېښنايي وسایلو د اغېزمنې کارونې، د تخنیکي مهارتونو د پیاوړتیا او په ورځنیو کاري چارو کې د دغو وسایلو د سمې کارونې په اړه نظري او عملي زده‌کړې ترلاسه کړې.

د دې پروګرام موخه د کارکوونکو د تخنیکي وړتیاوو لوړول، د برېښنايي وسایلو په کارولو کې د هغوی د پوهې او مهارتونو پیاوړتیا او د کاري بهیرونو د چټکتیا، اغېزمنتیا او معیاري کولو ښه‌ والی و.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۲:۱۰
Background image

د عامې روغتيا وزارت ځانګړي پلاوي د ډینګي ناروغۍ د وضعیت ارزونې په موخه ننګرهار ته سفر تر سره کړ

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په ځانګړې لارښوونه د ډینګي ناروغۍ د وضعیت ارزونې په موخه د ملاریا او نورو ناقله ناروغیو آمر، ډاکټر حزب‌الله فطرت په مشرۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۲:۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌ کړو ادارې مسؤلینو د افغانستان د روغتیا له دویم داخلي او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه

د افغانستان د نړیوال نندارتون مرکز عمومي رئیس ښاغلي محمد صابر لطیفي، د دغه مرکز اجرائیوي رئیس مولوي محمد پیمان او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې یو شمېر مسؤلینو د افغانستان د روغتیا د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۱:۵۸
Background image

په میدان‌وردک او لوګر ولایتونو کې د ۱۵۰ روغتیايي کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرامونه ترسره شول

د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو د مخنيوي او کنټرول لوی ریاست اړوند د غیرساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول آمريت د میدان‌وردک او لوګر ولایتونو د ۱۵۰ تنو ډاکټرانو، قابلو او ټولنیزو روغتیايي. . .

BACK TO NEWS