د عامې روغتیا وزارت د عامه اړیکو معلوماتي غرفه او د نشراتي ادرسونو اړوند لینکونو ته لاسرسی
د روغتیا افغانستان نندارتون په جریان کې د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی ریاست اړوند د ویاندویۍ اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست جوړې شوې غرفې ګڼ شمېر هیوادوالو او مسؤولینو لیدنه تر سره کړه ، په دغه غرفه کې د عامې روغتیا وزارت اړوند رسنیزو ادرسونو ته د چټک لاسرسي لینکونو بینرونه، د روغتیا چاپ شوي اثار، مجلې، لارښودونه، روغتیایي پیغامونه، ستراتیژۍ او پالیسانې شتون لري چې د لیدونکو پام یې ځان ته را اړولی او لسګونه هیوادوالو ورڅخه لیدنه وکړه.
د روغتیا دویم داخلي او نړیوال نندارتون لا هم جریان لري کولای شئ تاسې هم ورڅخه لیدنه تر سره کړئ.
